• HOME
  • ABOUT US
  • OUR PARTNERS
  • News
  • EVENTS
  • LIBRARY
  • CONTACT

Come and meet us

Find our location
Login

Login
Afghan Global Diaspora Council IncAfghan Global Diaspora Council Inc
Afghan Global Diaspora Council IncAfghan Global Diaspora Council Inc
Sorry, we're currently updating our website
So it 's under construction.
  • HOME
  • ABOUT US
  • OUR PARTNERS
  • News
  • EVENTS
  • LIBRARY
  • CONTACT

خلیل الله وفا خدرخېل دتخارولایت مرکز تالقان کې زېږېدلی دی لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په تخار یوولسم او دولسم یې په کابل کې ویلی بیا د پولیسو اکا‌‌‌‌‌‌ډمۍ د جنایي په څانګه کې خپلې زده کړې په عالیدرجه پایته رسولي دي او وروسته دکورنیو چارووزارت دجنايي جرمونو لوی ریاست دکریمنالتخنیک په عمومی مدیریت کې په دنډه بوخت شو. په 1364 کال کې دلوړو مسلکي زده کړو لپاره پخواني شوروی اتحاد ته تللی وه او په 1369 کال کې خپلې زده کړې په عالی درجه سرته رسوليدي بېرته وطن ته راستون او دکورنیو چارو وزارت دجنایي جرمونو لوی ریاست د کریمنالتخنیک په عمومی مدیریت کې د رښتو{حقوقو} علومو ماستر او څانګیز کریمنالیست په توکه دنډه اجرا کړېده. مورنۍ ژبه یې پښتو ده په دری ازبکی فرانسوي روسي او هالندي ژبو خبرې اولیکل کوالای شي او دخدمت په موده کې یې دالاندې آثار لیکلي: لومړی : تدقیقات علمی خط. لیکوالان څارمن خلیل الله وفا خدرخېل اوسرڅارمن احمد زاهد نورین دا مسلکی کتاب په1370 کال کې د کابل دولتی مطبعې لخوا چاپ شویدی. دوهم: تدقیقات تخنیکی کریمنالیستیکی اسناد. لیکوالان: سرڅارمن خلیل الله وفا راستین خدرخېل او سرڅارمن احمدزاهد نورین. دریم: انترپول یا سازمان بین المللی پولیس جنایي. لیکوالان سمونمل ذکریا امانی ، سرڅارمن احمدزاهد نورین او سرڅارمن خلیل الله وفاراستین خدرخېل له بده مرغه باید وویل شي دنا امنیو او جګړو له امله دوه نور مسلکي کتابونه لکه تدقیقات تخنیکی کریمنالیستیکی اسناد او انترپول ندي چاپ شوي. خلیل الله وفا خدرخېل په دوه زرم کال کې بلجیم هېواد ته ک‌‌‌‌‌‌ډوال شوی دک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ ستونزو سره سره هم لاس تر زنې ندی ناست تل دګران وطن او هېوادوالو په سوچ کې وه او دی. د څوارلس کلنو په اوږدو کې وتوانېد دوه قاموسونه فرانسوي پښتو او درېژبیز هالندي پښتو دری قاموسونه ولیکي.ترڅو وکوالای شي خپلو هېوادوالو ته د ژبې په زده کړه کې مرسته وکړي. باید وویل شي چې فرانسوي پښتو قاموس په 2009 کال او درېژبیز هالندي پښتو دری قاموس په 2018 کال دبلجیم او هالند هېوادونو استادانو او ژبپوهانو همداراز دکابل پوهنتون استادانو او دافغانستان دعلومو اکا‌‌‌ سلاه کارانو پوهاند دوکتورمجاور احمد زیار او استاد حبیب الله رفیع دنظر اوتایید وروسته په بلجیم هېواد کې چاپ شویدي. خلیل الله خدرخېل په بلجیم هېواد کې دک‌‌‌‌‌‌ډوالو چارو سربېره دټولنیزو او کلتوري سازمانونو کې هم رسمی دنډه ترسره کړې اوکاري تجربه لري همدا راز په بلجیم کې دافغانانو ملي یووالي ټولنې مسولیت هم لري چې دافغان کلتور او فرهنګ دساتنې ، ودې ، دافغانستان ملي او تاریخي ورځې لمانځنه ، افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ته لومړنۍ او لازمې مرستې ، افغان ماشومانو او تنکي ځوانانو ته د دوئ په مورنۍ ژبه دلیک لوست کورسونه دایرول او داسې نور فعالیتونه پکې شامل دي تل يې چوپړ کړی اوکوي.

MS Khalilullah Wafa Khederkhel

​​Finance Manager

Meet More Team Members

Fazulhaq Niaz Khadarkhil​​

Fazulhaq Niaz Khadarkhil​​

Afghanistan Ambassador

View Profile
Naseer Ahmad Kamal

Naseer Ahmad Kamal

View Profile
Durmohammad Ashna

Durmohammad Ashna

PRESIDENT

View Profile
Bashir Sajawandai

Bashir Sajawandai

View Profile
We'd like to meet you. Find out how, where and when we can meet Join us

© 2023

Designed by: Sajawandai

Prev Next