• HOME
  • ABOUT US
  • News
  • Articles
  • Videos
  • CONTACT

Come and meet us

Find our location
Login

Login
Afghan Global Diaspora Council IncAfghan Global Diaspora Council Inc
Afghan Global Diaspora Council IncAfghan Global Diaspora Council Inc
Sorry, we're currently updating our website
So it 's under construction.
  • HOME
  • ABOUT US
  • News
  • Articles
  • Videos
  • CONTACT

د نجونو پر زدکړو دطالب چارواکو بنديز په غبرګون کې د بهرمېشتو افغانانو د نړیوالي شورا اعلامیه

December 26, 2022 Posted by nisar salih ADVOCACY, Uncategorized No Comments

د نجونو پر زدکړو دطالب چارواکو بنديز په غبرګون کې د بهرمېشتو افغانانو د نړیوالي شورا اعلامیه

نېټه: ۲۰۲۲/۱۲/۲۴  

طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو د مؤسسو او پوهنتونونو او د منځني ښوونځیو په بندولو یو ځل بیا خپله غیري اسلامي او غیري افغاني څېره نړۍ ته ننداره کړه.

د تعلیم او تحصیل له «تعليق» وروسته طالبانو د‌ دیسمبر پر ۲۴ -۲۰۲۲ په کورني او بهرني‌ هیر دولتي مؤسساتو کې د‌‌ ښځو کارکول هم بند کړل.

په‌ پوهنتونو کې د ښځينه وود زده کړې د تعليق فرمان  داسلامي‌ هېوادو او پوهانو د بې ساري  غبرګونوسره مخامخ شوی.

د الازهر شېخ احمد الطیب دا کړنه د اسلامي شریعت سره په ټکر کې ګڼلې او وایي چې شریعت ښځواو نارينه وو لپاره له « زانګو ترګوره » د زده کړې‌ سپارښتنه کوي. نوموړي د طالبانو ددې فرمان په اړه زیاته کړې چې”دا کړني د مسلمان او غیرې مسلمان وجدان لړزولی”‌‌ اوباید هیڅ مسلمان دا‌ډول فرمان صادر نکړي.

د طالبانو د‌ دغې وروستیۍ غیري انساني پرېکړې په وړاندې په بهرکې اود هېواد دننه جدي غبرګون ښودل شوی؛ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو لکه کابل، هرات، ننګرهار او کندهارکې د ښځو پُرجوشه لاریونونه شوي‌ چې دطالبانو لخوا په کلکه ځپل شوي. همدا راز ديادونې وړده چې تراوسه ګڼشمېرد‌پوهنتون استادانو د اعتراض په توګه خپلې دندې پرېئښي دي.

طالبان په پرله پسې ډول د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو له اساسي حقونو لکه زده کړې او کار حق څخه په سرغړونې خپل کلک دریځه چلند ښودلی اود نړیوالې ټولنې پرغو ښتنو چې بايد د افغانانو، په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو حقونو او ازادۍ ته درناوی وشي، ملنډې وهلي.

ښکاره خبره ده چې د‌ښځو پر وړاندې دا‌ډول توپیري سیاست اوپه تعلیمي او تحصیلي نصاب کې‌ بدلون راوستل به د افغانستان پر راتلونکي ستره منفي اغېز ولري.

په خواشينۍ سره بايد‌ وویل ‌شي چې د افغانانو د ژوند په بېلابېلو برخو کې له توجيه پرته دا‌ډول پرېکړو ترشا د پرديو، په ځانګړي توګه د‌ پاکستان پټ او ښکاره لاسونه ښکېل دي.

د بهرمېشتو افغانانو نړیواله شورا د طالبانود بشري حقونود نورمونو خلاف دا‌ډول‌ کړنې غندي او په خواشينۍ سره د هغوی دغير افغاني او غير اسلامي پرېکړو بهير څاري.

شورا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ټولوغړو او نورو افغاني بنسټونواو ټولنو څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو د کړنو د غندلو په موخه په بېلابېلو ښارونوکې لاريونونه ترسره کړي او په فعاله توګه  کې ګډون وکړي.

شورا په ټول متمدن‌‌ بشريت، هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کوي تر څود پوهنتونونو د بندېدو، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو او له کوره بهرد ښځو پرکار د بندیزد مخنيوي لپاره چې دا‌پخپله پر کورنیو یو له اټکل لرې اقتصادي بوج راوړي، بايد جدي ګامونه پورته کړي اود دا ډول پریکړو د قربانیانو د حقونو ملاتړ وکړي.

د‌‌ بهر مېشتو افغانانو د‌ نړیوالې شورا رهبري بورډ

No Comments
Share
1

About nisar salih

This author hasn't written their bio yet.
nisar salih has contributed 5 entries to our website, so far.View entries by nisar salih

You also might be interested in

نامه سرگشاده شورای جهانی افغان های خارج از کشور عنوانی وزارت خارجه جمهوری اسلامی ایران و کمیساریای<br>عالی پناهندگان سازمان ملل متحد

نامه سرگشاده شورای جهانی افغان های خارج از کشور عنوانی وزارت خارجه جمهوری اسلامی ایران و کمیساریای
عالی پناهندگان سازمان ملل متحد

Apr 20, 2022

۲۰۲۲/۰۴/۱۴.شورای جهانی افغان های خارج از کشور با نگرانی وضعیت[...]

د ښایست آستانه

Apr 17, 2023

ډاکتر زمان ستانیزی، کليفورنيابه نام آن که زیبایی آفرید و[...]

ملتونه ولې ماتېږي

ملتونه ولې ماتېږي

Mar 26, 2022

Test Text ليکنه: فیض الله اسحاقزی د دارون عجم اوغلو[...]

Leave a Reply

Your email is safe with us.
Cancel Reply

Search Our website

Find us on Facebook

Latest Posts Widget

د ښایست آستانه

April 17, 2023

ډاکتر زمان ستانیزی، کليفورنيابه...

AGDC letter in support of Ms. Seraj’s nomination for Nobel Prize

April 16, 2023

Afghan Global Diaspora Council PO Box 321 Endeavour Hills...

د ایــران او عربستان د دیپلوماتیکو اړیکو د بیارغونی تړون او
پــه ســیـمـه کی بـدلـیدونکی لــوبه یا « ګــــیـم چـیـنجر » :
لـیـکـنه : امیرګران
د روان عیسوی کال د مارچ د میاشتی 13 مه نېټه

March 17, 2023

د ډله ایزو رسـنـیو د رپوټونو له...

We'd like to meet you. Find out how, where and when we can meet Join us

© 2023

Designed by: Sajawandai

Prev Next