• HOME
  • ABOUT US
  • News
  • Articles
  • Videos
  • CONTACT

Come and meet us

Find our location
Login

Login
Afghan Global Diaspora Council IncAfghan Global Diaspora Council Inc
Afghan Global Diaspora Council IncAfghan Global Diaspora Council Inc
Sorry, we're currently updating our website
So it 's under construction.
  • HOME
  • ABOUT US
  • News
  • Articles
  • Videos
  • CONTACT
د خــوســت ، کـــــنــړ او د افغانســتان په<br>د بــــريــدونو په تــړاو د بــهـرمېــښتو افغانانو د نـــــړيوالې شـــورا اعــــــلامـــيـه :

د خــوســت ، کـــــنــړ او د افغانســتان په
د بــــريــدونو په تــړاو د بــهـرمېــښتو افغانانو د نـــــړيوالې شـــورا اعــــــلامـــيـه :

April 20, 2022 Posted by aziz Uncategorized No Comments

د 2022 م کال د اپريل د مياشتې 17 مه نيټه
دبهرمېشتو افغانانو نړیواله شورا (افــــغــان ډيـــاسپـورا )د پاکستان د وسله والو ځواکونو لخوا په خوست او کنړ ولايتونو کې هوائي او ځمکني بريدونه او بمباري، چی له امله ئی د روژې په دغه مبارکه مياشت کې د ښــځو او ماشومانو په ګډون له پـنــځوس زيات بې ګناه خلک شهيدان او زيات شــمير ئې ټپيان شوي دي، په سختو الفاظو غندنه کوي. د پاکستان هوائي او ځمکني بريدونه د افغانستان د ملي حاکميت نقض ، د ملګرو ملتونو او د دغې مؤســـسې د امنيت د شورا د پرېکړه ليکونو او هم نړيوالو ميثاقونو سره ښکاره او بربنډه سرغړونه ده. افغانستان تقريباً د نيمې پيړۍ په موده کې دګاونډيو او نورو قدرتونو د مداخلې او له ترهګرۍ او تروريزم سره د مبارزې تر نامه لاندې قرباني شوی دی. د يادولو وړ ده چې د پاکستان وسله وال ځواکونه او استخباراتي کړۍ له څو لسيزو راپدېخوا د افغانستان په کورنۍ چارو کې مداخلې کوي او نيابتي جګړه يا Proxy warfare ته په ډيره بېشرمۍ او ظالمانه توګه دوام ورکوي. د پاکستان پوځی او ملکي حاکم استبلشمنټ زموږ په هيواد کې د قيموميت سياست مسلط کړی. څرګنده ده چی پاکستان له ژور او پراخ اقتصادي ، سياسي او امنيتي بحران سره مخامخ دی نوځکه داقتصادي موخو دتر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې يوه بله لوبه او نوې پروژه پيل کول غواړي. دا واقعيت هم اظهرمن الشمس دی چې پاکستان د تروريستانو او سخت دريځه بنسټ پاله مذهبی ډلو د روزلو او بيا ګاونډي او نورو هيوادو ته د ترهګريزو اهدافو ترسره کولو لپاره يو مطمئن مرکز او ځاله ده، له دې کبله د پاکستان د پوځي او استخباراتي ځواکونو د دغو بېشرمه او ظالمانه دوامداره مداخلو او پاليسيو په کلکه او جديت سره مخنيوي وشي.
د بهرمېښتو افغانانو نړېواله شورا د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا او نورو پارلماني او حقوقي بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د پاکستان د څو لسيزو مداخلو او هم په خوست ، کونړ او پکتيکا کې د ورستنيو هوائي او توپچي ځواکونو د بريدونو پلټنه او څارنه وکړي او هم مسؤلين دې نړيوالی محکمی ته احضار او مجازات شي. همداراز نومړی هیواد دې دترهګریزو فعالیتونو د دوام ورکولوپه دلیل د ف ی ټ ف په موسیسه کی داپلا دخړ لست څخه په تور لست کی شامیل شي.
هېواد دننه او بهر مېشتو ټولو افغانانو غــــږ کوو چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ، ملی يووالی ، پرمختيا او سوکالۍ لپاره سره متحد، د نږدي او ليری دښمنانو د دسيسو او لاسوهنو د شڼډولو په موخه خپلو عادلانه او پرله پسې مبارزو او هلوځلو ته په ميړانه دوام ورکړي .

دشورا مشر. ميلبرن، استرالياد بهرمېښتوافغانانو نړيوالی شورا دمشرتابه بورد

No Comments
Share
0

About aziz

Experienced Software Engineer with a demonstrated history of working in the computer software industry. Skilled in web development, IT projects management, Microsoft Excel, Data Analysis, Microsoft Office, SAS Certified Base Programmer, and Research. Strong focused in Computer Software Engineering from Computer Science Herat.

You also might be interested in

GLOBAL ANNUAL CONFERENCE

GLOBAL ANNUAL CONFERENCE

Mar 26, 2022

د نجونو پر زدکړو دطالب چارواکو بنديز په غبرګون کې د بهرمېشتو افغانانو د نړیوالي شورا اعلامیه

Dec 26, 2022

د نجونو پر زدکړو دطالب چارواکو بنديز په غبرګون کې[...]

تاریخچه جنگ جهانی اول

تاریخچه جنگ جهانی اول

Mar 26, 2022

جنگ جهانی اول که با نام‌های جنگ بزرگ و جنگی[...]

Leave a Reply

Your email is safe with us.
Cancel Reply

Search Our website

Find us on Facebook

Latest Posts Widget

د ښایست آستانه

April 17, 2023

ډاکتر زمان ستانیزی، کليفورنيابه...

AGDC letter in support of Ms. Seraj’s nomination for Nobel Prize

April 16, 2023

Afghan Global Diaspora Council PO Box 321 Endeavour Hills...

د ایــران او عربستان د دیپلوماتیکو اړیکو د بیارغونی تړون او
پــه ســیـمـه کی بـدلـیدونکی لــوبه یا « ګــــیـم چـیـنجر » :
لـیـکـنه : امیرګران
د روان عیسوی کال د مارچ د میاشتی 13 مه نېټه

March 17, 2023

د ډله ایزو رسـنـیو د رپوټونو له...

We'd like to meet you. Find out how, where and when we can meet Join us

© 2023

Designed by: Sajawandai

Prev Next